ایکنا خبری اژانس د نیویارک ټایمز له قوله راپور راکړ، څو میاشتې مخکې د هالیووډ یو مسلمان لوبغاړي او ایکټر ریز احمدپخپلې ولولناکې وینا کې د هغه فلم جوړونې صنعت ته په خطاب کې چې په یو ټیوب او ټولنیزو چینلونو کې خپره شوې ده ،له مسلمانانو په ناوړه استفادې د مشکل او په دغه صنعت کې له دوي د ناسم انځور دوړاندې کولو په باب خبرې کړي .
هغه په هوائي ډګرونو کې دځيږو پلټنو په شمول خپلې سختې او تراخې تجروبې بیان کړي او وئیلي ئې دي ، د مسلمانانو دناسم انځور مشکل داسې موضوع نه ده چې نور پرې سترګې پټې کړئ شي او دا داسې مشکل دی چې په دغه صنعت کې فعال لږ مسلمانان دا نشي حل کولی .دغه ایکټر د امیریکا د سنائيپر (American Sniper) او آ رګو (Argo) پشمول د اسکار د جایزې ګټونکو فلمونو باندې په سختو نیوکو سره دا په ډاګه توکمپالنه بللې وئیلی ئې دي ، دا داسې فلمونه دي چې د مسلمانو شخصیټونو څخه ئې شیطاني تصویرونه انځوروي .
ریز احمد ددې ټکي په یادولو سره چې دغه شان پیښه به د بل یوه لږکي لپاره نه شي رامینځة، ځینو فلمونو ته اشاره وکړه چې په هغو کې مسلمانان، د ترهه ګرو په توګه د برمتګرۍ په حال کې ښودل کیږي .
د زیراحمد وینا د لویدیځ په فلم جوړونکي صنعت کې د مسلمانانو د ځائيګي په باب دڅيړنې له خپریدا سره په یووخت وه .